دوو چینایي سوداګرو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې، په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پرون په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.
دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتووالی څرګند کړ.
هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده؛ نو د طالبانو په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیارغونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغو سوداګرو سره په لیدنه کې وويل، اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس