د طالبانو سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي – سوداګریزو اړیکو د ټینګښت، ترانزیټ او پانګونې او همدارنګه په ایران کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نوموړي د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران په کال کې د ۱۰ میلیارده ډالرو سوداګریز ظرفیت لري.
جمهورخبري آژانس