۰

د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې د لوږې په اړه اندېښنه ښودلې

دوشنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۶
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان او پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو سختې لوږې سره مخ دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې د لوږې په اړه اندېښنه ښودلې
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان او پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو سختې لوږې سره مخ دي.

دغې کمېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوکراین څخه د غلو دانو د لېږد تړون د ۶۰ ورځو لپاره تمدید شوی، خو وايي چې دا شپېته ورځې ډېرې کمې دي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه باید په لوړه کچه په هغو هېوادونو کې چې، له شدیدې قطحۍ سره مخ دي، د قحطۍ د راکابو کولو لپاره لاس په کار شي.

د نړۍ په کچه افغانستان، سومالیا، ایتوپیا، د نایجریا شمال ختیځ، سویلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې، له شدېدې قحطۍ سره مخ دي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه به نږدې ۲۲ میلیونه کسانو ته یې مرستې برابرې کړي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په  موخه ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي