د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د سولې کلي مرستندویې موسسې په همکارۍ نن ۸۹ تنه ناروغ ماشومان د درملنې لپاره آلمان ته لېږي.
د سرې میاشت ټولنې له خبرپاڼې سره سم، په دې ۸۰ ماشومانو کې یو شمېر یې د هډوکو په میکروبي ناروغۍ او یو شمېر نور یې سخت سوځېدلي دي.
په همدې حال کې ۵۰ تنه نور افغان ماشومان، چې ۶ میاشتې پخوا د درملنې لپاره آلمان ته استول شوي وو، افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي. لا هم ۴۰ افغان ماشومان په آلمان کې تر درملنې لاندې دي.
جمهورخبري آژانس