یوناما طالبانو ته! د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړی

2 حمل 1402 ساعت 9:55

ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.


ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، روانه اونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو میلیون زیات نجونې به اجازه ونه‌لري چې ټولګیو ته لاړې شي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.

یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا ویلي، چارواکي باید د ټولو زده‌کونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولی شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زده‌کړې وکړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 158777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com