۰

ملا برادر له عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر په بهرنيو چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ملي امنيت شورا له سلاکار عبدالعزيز کاملوف سره کتلي دي.
ملا برادر له عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي
د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر په بهرنيو چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ملي امنيت شورا له سلاکار عبدالعزيز کاملوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کې پر سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، ترانزيټي، د اورګاډي پټلۍ او برېښنا پر پروژو خبرې شوې دي. برادر ټینګار کړی، چې افغانستان او ازبکستان کولای شي د شته اړتیاوو او فرصتونو په پام کې نیولو سره دوه اغېزناک اقتصادي شریکان اوسي.

دغه راز په دغه ناسته کې عبدالعزیز کاملوف ویلي، ازبکستان چمتو دی چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په بېلا بېلو برخو همکاري وکړي او افغان لوری کولای شي، چې د نړیوالو نورمونو په رعایت، د پرمختللې تکنالوژۍ پرمټ او د ټولو امتیازاتو په پام کې نیولو سره د امو سیند له حق آبې ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د قوش تېپې کانال په رغولو کې هم همکارۍ ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي