د طالبانو سرپرست حکومت چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د لیتیم کانونو د استخراج په برخه کې پنځو هېوادونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دوی زیاتوي چې د دې کانونو استخراج او پروسس کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري.
سرچینې ویلي، د هېواد د اقتصادي ځان بساینې لپاره لوړ ظرفیتونه لري او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلون راشي.
د طالب چارواکو په وینا جاپان، چین، امریکا، قطر او متحده عربي امارت د هغو هېوادونه له ډلې دي چې په نورستان کې يې د لیتیمو کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
جمهورخبري آژانس