۰
مولوي عبدالکبیر:

امارت له سوداګرو هر ډول ملاتړ ته چمتو دی

دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۶
د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګه‌والو سره لېدلي دي.
امارت له سوداګرو هر ډول ملاتړ ته چمتو دی
د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګه‌والو سره لېدلي دي.

د ارګ پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې نوموړي په ‌دې لېدنه کې ویلي، د افغانستان رغونه او اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو په یووالي او په کور دننه پانګونې پورې تړلې ده.

مولوي عبدالکبیر په‌دې لېدنه کې ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت له سوداګرو او پانګه‌والو ملاتړ کوي او همداراز د هغوی ستونزې په اساسي ډول حلوي.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي