۰
د بښنې نړیوال سازمان:

افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۳
د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی
د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې په نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وضعیت په ځانګړې توګه د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ وضعیت محدود شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې نړۍ د بشري حقونو په مسئله کې په دوه مخۍ تورنه کړې او د ځینو لوېدیځو هېوادونو دوه مخی چلند یې د افغانستان او اوکراین له کډوالو سره پرتله کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ په جلسه کې په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو ستاینه کړې ده.

خو بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، د ټولو افغانانو حقوق تر بل هر وخت ښه تامين شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې په نړۍ او افغانستان کې د خلکو د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی.

د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، د تېر کال تر پيله په افغانستان کې ۳،۸ مېلیونه کسان بې ځایه شوي وو.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي