۰

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، امریکا باید د دوحې هوکړې له مخې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، امریکا باید د دوحې هوکړې له مخې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي.

شېر محمد عباس ستانکزی، په دوبۍ کې د افغانستان له کونسلګرۍ د لیدنې په ترڅ کې پر هغه څه چې، د امریکا له لوري د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي نیوکې کړې دي.

ستانکزی وايي امریکا په دوحه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته به د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړي او همداراز به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړی وايي، که نړۍ د یوه ځواکمن افغانستان غوښتونکی وي؛ نو باید له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي.

هغه په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو هم وویل، هڅې روانې دي چې، د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیستل شي.

تر دې مخکې واشنګټن هم پر هغه څه چې، د سرپرست حکومت له لوري په بشپړه توګه د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي، نیوکې کړې وې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي