۰
ویست:

تر چې طالبانو د ښځو ځپلو لاس نه وي اخیستی مشروعیت به پیدا نه کړي

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، تر څو چې طالبانو د افغان ښځو له ځپلو لاس په سر نه شي، مشروعیت به پيدا نه کړي.
تر چې طالبانو د ښځو ځپلو لاس نه وي اخیستی مشروعیت به پیدا نه کړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، تر څو چې طالبانو د افغان ښځو له ځپلو لاس په سر نه شي، مشروعیت به پيدا نه کړي.

ویست چې پرون یې په واشنګټن کې د ایټالیا په سفارت کې د افغان نجونو د تعلیم او ښخو د کار په اړه خبرې کولې ټينکار وکړ، چې هېواد یې اوس هم د افغانستان څارونکی او د دغه هېواد د مېرمنو او هغو کسانو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له امریکا سره و غوښتنې اوري.
 
ویسټ په دغه ناسته کې، چې د جورج ټاون د ښخو انستېتیوت په کوربتوب د ایټالیا په سفارت کې جوړه شوې وه ویسټ په ټينګار سره و ویل، تر چې طالبانو د افغان نجونو او ښځو له ځپلو لاس نه وي اخیستی او د هغوی حقونه یې نه وي ورکړي تر هغې به مشروعیت پیدا نه کړي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي، چې افغان مېرمنې په خپل هېواد کې دیوه باثباته او سولیز حکومت چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري غوښتونکې دي.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي