د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله اوه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، دا پېښه نن مازدیګر څلور بجې د خاش ولسوالۍ په “باغ مبارک” سیمه کې شوې او د ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
جمهورخبري آژانس