۰

طالبان: هغه نظام چې وزیران یې د نورو په فرمایش وي نه منو

شنبی ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی حکومت ټول ګډونه دی او هغه نظام به هېڅ کله هم قبول نه کړي، چې وزیران یې د نورو په فرمایش وي.
طالبان: هغه نظام چې وزیران یې د نورو په فرمایش وي نه منو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی حکومت ټول ګډونه دی او هغه نظام به هېڅ کله هم قبول نه کړي، چې وزیران یې د نورو په فرمایش وي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مولوي امیرخان متقي له قوله ویلي، چې د دوی حکومت د اشرف غني د حکومت په پرتله ټول شموله دی.
 
مقتي په خبرپاڼه کې ویلي«اوس یو ذهنیت دی، چې حکومت کې ملایان او طالبان حاکم دي او نور چا ته اجازه نه ورکول کېږي، حکومت څه شی دی؟ حکومت وزارتونه دي، زه ټولو بنسټونو او افرادو ته اجازه ورکوم چې راشي او د بهرنیو چارو وزارت تشکیلات وګوري، په تېرو دوه کلونو کې یوازې یو نفر مې منفک کړی دی او هغه هم که غیر قانوني وو زه مجرم یم، په داسې حال کې، چې د مخکني حکومت ټول کارکوونکي پر خپلو دندو دي، نو بیا تبعیض چېری دی؟.»
 
نوموړی وايي، ډېری له موږ نه غواړي، چې ټول شموله حکومت جوړ کړو خو زه دا وایم چې که د غني حکومت ټول شموله بولي خو د هغه د حکومت ټول کارکوونکي اوس هم په دندو دي، نو اوس حکومت تر هغې ډېر همه شموله دی، ځکه هغه کې ملا او مجاهد نه و اوس هغه هم ورسره یو ځای شوي دي.
 
متقي زیاته کړې، که د همه شموله مانا دا وي، چې یو وزیر دې د فرانسې، یو دې امریکا او بل دې د برېتانیا په فرمایش وي موږ هېڅکله داسې نظام او حکومت نه منو.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزا سرپرست مولوي عبدالکبیر هم ویلي و، چې د دوی حکومت ټول شموله دی او نور دې په دې برخه کې فرمایشونه نه ورکوي.
 
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې وه، چې که په تېر حکومت کې جنرال دوستم و اوس یې پر ځای مولوي عبدالسلام حنفي دی چې دوستم یې هېڅ کله برابر نه دی.
 
دی وايي، دا چې په مخکني حکومت کې د بدخشان صلاح الدین رباني و نو هغه نظام همه شموله و خو اوس یې چې پر ځای د بدخشان څخه قاري فصیح الدین دی نو حکومت ټول شموله نه دی.
 
نوموړي زیاته کړې، که په تېر کې احمد مسعود یا بل پنجشېری په حکومت کې و هغه ټول شموله و خو اوس چې د سوداګرۍ پنجشېری وزیر نورالدین عزیزي دی حکومت ټول شموله نه دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي