۰

طالبان ایران ته!جګړې ته پلمې مه لټوۍ د هېچا په ګټه نه ده

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د طالبانو دفاع وزارت د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتو تر منځ نښتې ته په غبرګون کې ایران ته خبرداری ورکړی، چې د جګړې لپاره دې پلمې نه لټوي.
طالبان ایران ته!جګړې ته پلمې مه لټوۍ د هېچا په ګټه نه ده
د طالبانو دفاع وزارت د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتو تر منځ نښتې ته په غبرګون کې ایران ته خبرداری ورکړی، چې د جګړې لپاره دې پلمې نه لټوي.
 
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه ټوېټر کې ویلي، ایران دې د جګړې لپاره بهانې نه جوړوي، ځکه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
 
دی وايي، د افغانستان د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې ایراني سرتېرو پر افغان خاوره برید کړی و، چې د امنیتي ځواکونو یې ځواب ورکړی او نښته رامنځ ته شوې ده.
 
نوموړي ویلي، امارت جګړه نه غواړي، بلکې د ستونزو د حل لار خبرې اترې غوره لار بولي او له ایران څخه غواړي، چې د جګړې لپاره دې پلمې نه جوړوي.
 
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوه، چې څو ساعته یې دوام وکړ او ۳:۳۰ بجې پای ته ورسېده.
 
طالبانو ویلي، په جګړه کې د دوی یو سرتېری وژل شوی خو ایراني رسنیو ویلي چې د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي