۰
عبدالکبیر قلندر عباد ته!

هڅه وکړه، چې بهر ته د درملنې لپاره د هېوادوالو تګ کم شي

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د طالبانو سرپرست رییس الوزار د دوی د روغتیا له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په کور د ننه دې د ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو هېوادوال بهر ته تګ ته اړ نه شي.
هڅه وکړه، چې بهر ته د درملنې لپاره د هېوادوالو تګ کم شي
د طالبانو سرپرست رییس الوزار د دوی د روغتیا له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په کور د ننه دې د ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو هېوادوال بهر ته تګ ته اړ نه شي.
 
د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې د عبدالکبیر له قوله ویلي«هڅه وکړه، چې نور هېوادوال د درملنې لپاره بهر ته ډېر ولاړ نه شي، د دې کار لپاره اړتیا ده، چې په هېواد کې یو معیاري روغتیايي سکتور رامنځ ته شي.»
 
په ورته وخت کې قلندر عباد ویلي د دوی هڅه هم همدا ده او د دغه کار لپاره یې په روغتونونو کې ځانګړي معیاري روغتیايي ریاستونه رامنځ ته کړي دي، چې ښې پایلې لري.
 
د هغه په وینا دوی له خصوصي روغتونو په دوامداره توګه نظارت کوي او هڅه کوي، چې هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو د وارېدېدو مخنیوی وکړي.
 
بل خوا اعلامیه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، چې د دولتي روغتونو وضعیت ته په کتو سږ کال ورته بودیجه ځانګړې شوې او اساسي کارونه به په کې وشي.
 
د یادونې ده، چې افغان ناروغان هر کال د خپلو درملنو لپاره تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې له هېواد څخه د باندې په ګاونډیو او سیمې هېوادونو کې لګوي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي