۰

د طالبانو سره د ایران جګړه کې دوه ایراني سرحدي سرتېري وژل شوي

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو له سرحدي ځواکونو سره د دوی په نښته کې دوه ایراني سرحدي سرتېري وژل شوي دي.
د طالبانو سره د ایران جګړه کې دوه ایراني سرحدي سرتېري وژل شوي
ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو له سرحدي ځواکونو سره د دوی په نښته کې دوه ایراني سرحدي سرتېري وژل شوي دي.
 
ایراني رسنیو د دغه هېواد د سرحدي قوماندانۍ د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه جګړه کې طالب لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره معلومات یې نه دي ورکړي.
 
طالبانو هم منلې، چې جګړه کې د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.
 
ویل کېږي په پرونۍ جګړه کې دواړو لورو ته ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
ایران طالبان تورنوي، چې جګړه دوی پیل کړې خو طالبان وايي، ایران د جګړې لپاره پلمې لټوي او پر افغان خاوره یې برید کړی وو.
 
تر اوسه د دغه جګړې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم خو دواړو لورو یې په اړه د پلټو پر سر توافق کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي