۰

ایران او طالبانو د پرونۍ جګړې د علت موندل پر سر توافق کړی

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د ایران د سیستان مرستیال والي عليرضا مرحمتي وايي، دوی له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې د پرونۍ جګړې علت معلوم کړي.
ایران او طالبانو د پرونۍ جګړې د علت موندل پر سر توافق کړی
د ایران د سیستان مرستیال والي عليرضا مرحمتي وايي، دوی له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې د پرونۍ جګړې علت معلوم کړي.

نوموړي ویلي، اوس د ایران او افغانستان پر پوله وضعیت عادي او ارام دی او دواړه لوري هڅه کوي، چې د پرونۍ جګړې د رامنځ ته کېدو علت معلوم کړي.

د یادونې ده، چې ایراني او طالب ځواکونه پرون سهار سره ولګېدل او د مازیګر تر ۳:۳۰ بجو یې یو پر بل د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

ایراني لوري ویلي جګړه کې د دوی دوه تنه وژل شوي او طالب لوري ته یې هم زیاته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان وايي، د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.
ویل کېږي د دواړو لورو جګړه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

ایران د جګړې پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان وايي، ایران جګړې ته پلمې لټوي او دا د هېچا په ګټه نه ده.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي