۱
د ایران او طالبانو تر منځ جګړې ته د احمد مسعود غبرګون:

نه مې درته ویل هغه ځای ته مه ځه آشنا دې زه یم

یکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې ته غبرګون کې ایران ته ویلي«نه مې درته ویل چې هلته مه څه اشنا دې زه یم.
نه مې درته ویل هغه ځای ته مه ځه آشنا دې زه یم
د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې ته غبرګون کې ایران ته ویلي«نه مې درته ویل چې هلته مه څه اشنا دې زه یم.
 
مسعود په خپله ټوېټر پاڼه او دغه جګړې ته په غبرګون کې ایران ته د مولانا دا شعر « نگفتمت مرو آن‌جا که آشنات منم.» وړاندې کړی دی.
 
احمد مسعود په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
د یادونې ده، چې ایراني او طالب ځواکونه پرون سهار سره ولګېدل او د مازیګر تر ۳:۳۰ بجو یې یو پر بل د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

ایراني لوري ویلي جګړه کې د دوی دوه تنه وژل شوي او طالب لوري ته یې هم زیاته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان وايي، د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.

ویل کېږي د دواړو لورو جګړه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

ایران د جګړې پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان وايي، ایران جګړې ته پلمې لټوي او دا د هېچا په ګټه نه ده.
 
جمهورخبري آژانس

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي