ځايي سرچینې وايي، طالبانو په هرات ولایت کې د مخکني نظام یو نظامي په ډېر بد شکل وژلی دی.
د دوی په وینا وژل شوی نظامي جمشېد میرزايي نومېږي او پرون سه شنبې د غبرګولي ۹ مه یې مړی د هرات د کمر کلاغ سیمې څخه مړی موندل شوی دی.
ویل کېږي دغه نظامي ټوټې ټوټې کړل شوی دی.
د سیمې خلک وايي، دغه نظامي له ایران څخه تر را ګرځېدو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی وو.
جمهورخبري آژانس