۰

هیدربار: طالبانو له ښځو سره زور زیاتي ته زور ورکړی دی

پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۶
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې هیدر بار یو ځل بیا طالبان تورن کړي، چې له ښځو سره یې زور زیاتی نه یوازې کم کړی نه دی، بلکې لا یې زیات کړی دی.
هیدربار: طالبانو له ښځو سره زور زیاتي ته زور ورکړی دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې هیدر بار یو ځل بیا طالبان تورن کړي، چې له ښځو سره یې زور زیاتی نه یوازې کم کړی نه دی، بلکې لا یې زیات کړی دی.
 
مېرمن بار د قطر له لومړي وزیر سره د طالبانو د مشر ملا هبت الله لیدنې ته په اشارې ویلي له نړیوالې ټولنې سره دد غه ډلې د خبرو لپاره میلان نشته دی.
 
نوموړې ویلي، طالبان له یوې خوا له نړیوالو غواړي چې په رسمیت یې وپېژني او بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي، خو له بلې خوا یې ښځو سره زور زیاتی راخیستی او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کوي.
 
د یادونې وړ ده چې د قطر لومړی وزیر څه موده وړاندې کندهار ولایت ته راغلی و او له طالب مشرانو سره یې کتلي وو خو هغه مهال طالب ویاند مجاهد ویلي و، چې ملا هبت الله د قطر له لومړي وزیر سره له لیدنې ډډه کړې وه.
 
خو رویټر خبري آژانس په یوه راپور کې له دې پرده پورته کړې او ویلي یې دي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د غوايي په ۲۱ مه نېټه کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره لیدلي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي