۰

امریکايي سناتوران پر طالبانو د لا نورو بندیزونو لایحه وړاندې کوي

پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۸
فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتوران هڅه کوي، چې پر طالبانو د لا نورو بندیزو لایحه وړاندې کړي.
امریکايي سناتوران پر طالبانو د لا نورو بندیزونو لایحه وړاندې کوي
فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتوران هڅه کوي، چې پر طالبانو د لا نورو بندیزو لایحه وړاندې کړي.
 
د سرچینې په وینا سناتوران دا لایحه د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض کولو په مقابل کې وړاندې کوي.
 
 
په دغه لایحه کې د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له طالبانو سره له هر ډول معاملې او هغوی ته د وېزو له ورکړې ډډه وکړي.
 
دغه لایحه پر طالبانو بندیزونه نومېږي او که چېرته د کانګرس له خوا تصویب شي نو نه یوازې د بشري حقونو د نقض بلکې د ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو او نشه يي توکو د کرکیلي او قاچاق له امله هم پر طالبانو بندیزونه ولګوي.
 
سناتور جیم ریش ویلي دی او ۱۸ نور سناتوران به دغه لایحه د خبرو اترو او تصویب لپاره کانګرس ته وړاندې کړي او له کانګرس نه یې غوښتي، چې د دغه لایحې تر وړاندې کولو وروسته په چټکه توګه تصویب کړي.
 
سناتور ریش فاکس نیوز ته ویلي طالبان د ښځو، اقلیتونو او ځوانانو حقوق تر پښو لاندې کوي هغوی ځپي، د بېوزو سره مرستې خپله اخلي او افغانستان یې یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل کړی دی.
 
دی وايي، په خواشینۍ سره د بایډن حکومت د طالبانو د دغه اقداماتو په مخنیوي کې ناکام شوی او موږ باید په دې تمه نه و، چې طالبان دې د امریکا یوازې په نق وهلو خپله تګلاره بدله کړي.
 
دغه امریکايي سناتور ټينګار کړی، چې افغانستان اوس یو ځل بیا په یوه رټل شوي دولت بدل شوی او زموږ سیاستونه باید له دغه واقعیتونو سره په تناسب و اوډل شي.
 
په دې راپور کې له وړاندې د طالبانو څخه غوښتل شوي، چې تر څو د دې لایحې د نه تصویب لپاره خپلو سیاستونو کې بدلون راولي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي