۰

خلک له لوږې سره مخ دي خو طالبان وايي د اقتصادي پرمختګ لپاره مو مهم ګامونه اخیستی دي

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
په داسې حال کې، چې هېواد کې بېوزلي او بېکاري ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او همدا مهال هېواد کې میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي، طالبانو ادعا کړې، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره یې مهم ګامونه پورته کړي دي.

دا خبره د طالبانو د ادارې د ریاست الوزرا کفیل مولوی عبدالکبیر د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مشر، د صرافانو ټولنې او یو شمېر پانګوالو له استازو سره لیدنه کې کړې ده.
 
سوداګرو په دغه لیدنه کې ویلي غواړي، چې هېواد کې پانګونه وکړي او د اقتصادي او صنعتي پرمختګ لپاره مهم ګامونه واخلي تر څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
 
خو له طالبانو یې غوښتي، چې دوی ته د سالم رقابت او پانګونې زمینه برابره کړي.
 
مولوي عبدالکبیر هم ډاډ ورکړی، چې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاو رامنځ ته کول یې له لومړیتوبونو څخه دی او دوی ستايي چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ دي.
 
نوموړي دا ادعا هم کړې، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بساینې لپاره یې مهم او اړین ګامونه پورته کړي او لا هم په ځينو لویو پروژو کار روان دی تر څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې بېوزلي او بېکاري ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده او د نړیوالو مرستندویه بنسټو د راپورونو پر اساس همدا اوس تر ۲۳ میلیونه زیات افغان وګړي له لوږې سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي