۰

کرکټ: افغانستان په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو لومړی لوبه افغانستان د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
کرکټ: افغانستان په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو لومړی لوبه افغانستان د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
 
دغه لوبلړۍ پرون په سریلانکا کې پیل شوه، چې د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
 
سریلانکا د ۵۰ اورونو په پوره کېدو او ۱۰ واړه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.
 
په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي  او فرید ملک دوه دوه، محمد نبي، مجیب الرحمن، نور احمد او عظمت الله عمرزي یوه یوه ویکټه واخیسته.
 
د افغانستان د توپ وهنې پیل ښه او د لوبې په ۴۷ اور کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.
 
په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدران د یوې شپږیزې او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۹۸ او رحمت شاه ۵۵ منډې وکړې.
 
د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه سبا یکشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په همدې میدان کې تر سره کېږي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي