۰

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال بودجه توشیح کړې ده

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده.
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال بودجه توشیح کړې ده
د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه بودجه په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي او د ادارو بودجه به هم ولېږدول شي.

خو د نوي مالي د عادي او پراختیایي بودجې د څومره‌ والي په تړاو جزیات نه‌ دي ورکړي.

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دوه سوو یو دېرش مېلیارډه افغانۍ د عادي او پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې وې، خو په دې کال کې  پراختیايي بودجه د نورو کلونو پرتله په ځلونو کمه وه او په هېواد کې ډېری پراختیایي پروژې عملي نه ‌شوې.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي