۰

د افغانستان او سیمې په تړاو د اروپايي ټولنې مرکزي اسیا دویمه غونډه پیل شوې

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۴
د قرغزستان په کوربه‌توب د افغانستان او سیمې په تړاو د اروپايي ټولنې مرکزي اسیا دویمه غونډه پرون پیل شوه.
د  افغانستان او سیمې په تړاو د اروپايي ټولنې مرکزي اسیا دویمه غونډه پیل شوې
د قرغزستان په کوربه‌توب د افغانستان او سیمې په تړاو د اروپايي ټولنې مرکزي اسیا دویمه غونډه پرون پیل شوه.

په ‌دې غونډه کې د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د ولسمشرانو، د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې د مرستیال او د اروپایي ټولنې د شورا رییس ګډون کړی دی.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې وایي، په‌دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر اقتصادي او امنیتي همکاریو خبرې وشي. د افغانستان سرپرست حکومت بیا له ګډونوالو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د کورنیو مسایلو پر ځای باید له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ویلي، د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان او د سیمې د مسایلو په تړاو ګډه اعلامیه صادره کړي.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي