۰

پاکستان له افغانستان، ايران او روسيې سره د جنس په جنس سوداګري پیلوي

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
پاکستان د خپلو ګاونډیو افغانستان، ایران او روسیې سره د ځانګړو موادو جنس په بدل کې د جنس ورکړې سوداګرۍ اجازه ورکړه چې له یوې خوا د بندیزونو څخه ځان بچ وساتي او له بلې خوا د خپلې بهرني اسعارو کمښت فشار په ځان کم کړي.

د پاکستان د سواګرۍ وزارت ویلي چې د سوداګرۍ دا میکانیزم به په یو ځای عملي شي. په دې میکانیزم کې ۲۶ بېلا بېل مواد یاد شوي چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هېوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او سبزیجات واردوي.

پاکستان په داسې حال کې د سوداګرۍ د دې نوې بڼې اعلان کوي چې ټاکل شوې د روسیې څخه په خامو تیلو لومړنۍ بار کښتۍ دې هیواد ته د همدې میاشتې په پای کې ورسیږي.

خبرګزاری جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي