۰

هند: د ریل ګاډو ټکر کې ۱۱۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۸
هندي چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد په اودیشا ایالت کې د څو ریل ګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۲۳۳کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰۰ نور ټپيان شوي دي.
هند: د ریل ګاډو ټکر کې ۱۱۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
هندي چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد په اودیشا ایالت کې د څو ریل ګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۲۳۳کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰۰ نور ټپيان شوي دي.

چارواکو او عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د کورومندیل اکسپرس مسافر وړونکی ریل ګاډی د اودیشا له مرکز بھوبنیشور څخه ۲۰۰ کیلومتره لرې د بالاسور په سیمه کې د یو بار وړونکي ریل ګاډي سره ټکر کړی دی.

ویل کیږي چې ډیر مسافر د ټکر شویو ریل ګاډو لاندې بند پاتې دي. د بالاسور د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ډیری ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې د دې پېښې په اړه خواشینی شوی دی. نوموړي په یوه ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي