طالبان وايي، بامیان ولایت کې د ښځینه وو فرهنګي – سوداګریزې ټولنې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او کار یې پیل شو.
دغه فرهنګي بنسټ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې مېرمن یومیکو تاکاشیما له خوا پیل او کار یې شروع شو.
مېرمن تاکاشیما ویلي، د دې بنسټ پر جوړېدو به ۵۴ میلیونه افغانۍ ولګېږي، چې د کډوالو د ادارې له خوا ورکول کېږي.
په دې متجمع کې به د فني زده کړو یو مرکز، ۲۰ دوکانونه، شنه ساحه او تفریحي پارک جوړ شي او کار به یې د روان کال تر پای پورې ختم شي.
جمهورخبري آژانس