۰

طالبانو پنجشېر کې یو مخکنی نظامي نیولی دی

سی شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۲
ځايي سرچینې وايي، د طالبانو امنیتي ځواکونو پنجشېر ولایت کې د مخکني جمهوري نظام یو نظامي نیولی دی.
طالبانو پنجشېر کې یو مخکنی نظامي نیولی دی
ځايي سرچینې وايي، د طالبانو امنیتي ځواکونو پنجشېر ولایت کې د مخکني جمهوري نظام یو نظامي نیولی دی.
 
د خلکو په وینا دغه نظامي اسلام الدین نومېږي او د تېرې یکشنبې په ورځ د طالب ځواکونو له د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ په پوجاوه سیمه کې نیول شوی دی.
 
سرچینه وايي، طالبان سهار وختي د دغه مخکني نظامي کور ته ورغلي او ورسره بېولی یې دی.
 
د دوی په خبره طالبانو څو ورځې وړاندې له همدې سیمې د ګلزار په نوم یو هټۍ وال هم نیولی و، چې تر اوسه د دواړو د نیولو علت نه دی معلوم.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي