۰

افغان قاضیانو او څارنوالانو پاکستان کې لاریون کړی

سی شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان ته تللو افغان قاضیانو او څارنوالانو یو ځل بیا د دوی د بې برخلیکتوب په اړه لاریون کړی دی.
افغان قاضیانو او څارنوالانو پاکستان کې لاریون کړی
د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان ته تللو افغان قاضیانو او څارنوالانو یو ځل بیا د دوی د بې برخلیکتوب په اړه لاریون کړی دی.
 
دوی نن په اسلام آباد کې راغونډ شوي وو او د کډوالۍ په اړه یې د خپل بې برخلیکتوب څخه شکایت کاوه او ټینګار یې کاوه، چې دوزخ کې ژوند کوي.
 
لاریونوالو ګواښ وکړ، چې که د دوی د کډوالۍ دوسیو ته رسېدنه ونه شي نو د نه خوړو په اعتصاب به لاس پورې کړي.
 
پاکستان ته کډوالو قاضیانو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له نړیوالې ادارې په ټينګه وغوښتل، چې د دوی د دوسیو په څېړنه کې ځنډ ونه کړي، بلکې ژر یې وڅېړي.

د یادونې ده، چې د جمهوریت له سقوط وروسته او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره کابو ټول افغان قاضیان او څارنوالان بهر ته ولاړل.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي