د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ابودجانه په نوم ۲۰۵ قول اردو درېیمه لوا کې یې ۱۸ زرهی ټانګونه چې خراب شوي و بېرته رغولي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه زغروال ټانګونه د جګړې په ډګر کې تخریب او یا له کاره لوېدلي و چې د درېیمې لوا د فني ټیم په هڅو بېرته په پښو ودرول شول.
سرچینې زیاته کړې، یاد ټانګونه په بریالۍ توګه ترمیم شوي او د کار اخیستو لپاره چمتو شوي دي.
جمهورخبري آژانس