۰

مولوي کبیر: د بدخشان د پېښې عاملین باید ژر تر ژره محکمې ته وسپارل شي

شنبی ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د طالبانو د ریاست الوزار کفیل مولوي عبدالکبیر بدخشان ولایت کې د دوی د مرستیال والي په فاتح برید غندلی او دا یې د اسلام له مقدساتو سره ښکاره دښمني بللې ده.
مولوي کبیر: د بدخشان د پېښې عاملین باید ژر تر ژره محکمې ته وسپارل شي
د طالبانو د ریاست الوزار کفیل مولوي عبدالکبیر بدخشان ولایت کې د دوی د مرستیال والي په فاتح برید غندلی او دا یې د اسلام له مقدساتو سره ښکاره دښمني بللې ده.
 
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د مولوي کبیر له قوله ویلي، دا ډول پېښې هېڅ د منلو نه دي، عاملین یې باید پیدا او محکمې ته وسپارل شي.
 
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د بدخشان لپاره د طالبانو په مرستیال والي موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې د هغه په ګډون څو تنه په کې و وژل شو.
 
تر دغه پېښې دوه ورځې وروسته د همدې مرستیال والي فاتح د بدخشان په یوه جومات کې اخیستل کېده، چې چاودنه په کې وشوه او د لوړپوړو طالب چارواکو په ګډون په کې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
 
د دغه پېښو مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي