۰
مجاهد:

 د اساسي قانون تر تصویب وروسته به رسمي کابینه اعلان شي

دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۴
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، د سرپرست دولت رسمي کابینه به د اساسي قانون تر تصویب وروسته اعلام شي.
 د اساسي قانون تر تصویب وروسته به رسمي کابینه اعلان شي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، د سرپرست دولت رسمي کابینه به د اساسي قانون تر تصویب وروسته اعلام شي.

مجاهد زیاته کړې، چې د اساسي قانون تر تصویب، په حکومتولۍ کې د ځینو مسایلو تر بشپړېدو او یوې شورا تر رامنځ ته کېدو وروسته به رسمي کابینه اعلان شي.
 
ده و ویل«زموږ قانون لا هم تر کار لاندې دی، شوراګانو باندې هم خبرې رواني دي، کله چې نهايي شي او د حکومتولۍ ټولې برخې جوړې شي، ان شاءالله دغه موضوع حل کېږي.»
 
مجاهد دا هم ویلي، چې د سرپرستې کابینې وزیران له کامل صلاحیت څخه برخمن دي او د هغوی د حکومتولۍ برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته.

دی دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه کلونه تېر شول خو دوی تر اوسه پورې کابینه نه ده ټاکلې په داسې حال کې، چې په لومړیو کې یې ویل، چې تر څو میاشتو وروسته به رسمي کابینه اعلان کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي