د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ویلی، د دوی د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مجاهد ټینګار کړیو چې د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی.
مجاهد څه موده وړاندې هم ویلي، چې د اساسي قانون تر بشپړېدو وروسته به د اسلامي امارت رسمي کابینه هم اعلان شي.
جمهورخبري آژانس