د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، امریکا او ناټو د سیاست او سنګر په ډګر کې له افغانانو ماته خوړلې او اوس هڅه کوي، چې د افغانستان ملت سره وپاشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي پرون د وږي ۲۸ مه پنجشېر ته تللی او په یوه لویه غونډه کې یې د دغه ولایت خلکو ته ویلي، تاسو ته مې د ورورولۍ، نېږدې والي او ملي یووالي پیغام راوړی دی.
هغه پنجشېر د شوري د پوځ پر وړاندې د جهاد او قیادت مرکز بللی ویلي، یې دي، چې د کمونېزم پر وړاندې جهاد هم له همدې درې پیل شو او دا یو له ویاړونو ډګ ولایت دی.
نوموړي دغه ولایت ته د خپل سفر موخه ورورولۍ او ملي یووالي پیغام رسول یاد کړل او د پنجښېر له خلکو یې وغوښتل، چې د څو کسانو دوکه ونخوري.
ده له سیاسي مخالفینو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي، ځکه په وینا یې دا یو زرین چانس دی چې هېواد ته راستانه شي او په آبادۍ او بیا جوړونه کې یې برخه واخلي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو تر خولې مسلح پوځ یې مات کړی خو په وینا یې اوس هغوی تبلیغاتي، استخباراتي او اقتصادي جګړه پيل کړې ده.
ستانکزي و ویل، امریکا او ناټو د سیاست او سنګر په ډګر کې ماته خوړلې، اما زموږ د کمزورۍ ټکی دادی، غواړي موږ د قوم، قبیلې او مذهب په نوم سره وپاشي، په داسې حال کې، چې موږ یو او متحدملت یو او د یوه دین او مذهب پیروان.
جمهور خبري آژانس