د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د بدیلې لارې د دوشي – بامیان تر منځ سړک د ترمیم او پراخولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، یاد کار یې د ښاریانو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د سالنګونو د بدیلې لارې، دوشي – بامیان سړک د ترمیم او پراخولو کار یې پیل کړی دی.
د دوشي-بامیان لارې د جوړولو چارې د دوشي له طرفه د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ماشینرۍ او مسلکي پرسونل له خوا او د بامیانو له طرفه بیا د همدغه ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل له خوا پیل شوی دی.
جمهورخبري آژانس