د دوشي – بامیانو سړک د ترمیم او پراخولو چارې پيل شوې

30 سنبله 1402 ساعت 8:32

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د بدیلې لارې د دوشي – بامیان تر منځ سړک د ترمیم او پراخولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.


د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د بدیلې لارې د دوشي – بامیان تر منځ سړک د ترمیم او پراخولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
 
دغه وزارت ویلي، یاد کار یې د ښاریانو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د سالنګونو د بدیلې لارې، دوشي – بامیان سړک د ترمیم او پراخولو کار یې پیل کړی دی.
 
د دوشي-بامیان  لارې د جوړولو چارې د دوشي له طرفه د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ماشینرۍ او مسلکي پرسونل له خوا او د بامیانو له طرفه بیا د همدغه ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل له خوا پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com