د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي، اسلامي امارت له هېڅ یوه هېواد سره د منفي اړیکو غوښتونکی نه دی.
ملا خیرالله خیرخواه دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، د دوی امارت له هېڅ یوه هېواد سره د منفي اړیکو غوښتنی نه دی او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ترانزیټ له سیاسي سره ونه تړي.
ملا خیرالله خیرخواه دا هم ویلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ ودروي او ښه چلند ورسره وکړي.
دراني هم ډاډ ورکړی، چې پر پوله وروستۍ شخړه به څېړي او راتلونکې کې به د دغه ډول اقدامات مخنیوی کوي.
جمهورخبري آژانس