د طالبانو دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د ننګرهار پر لویه لار د نشه يي توکو یو قاچاقبر له یوه اندازه نشه يي توکو سره یو ځای نیولی دی.
د طالبانو دفاع وزارت چارواکو ویلي، د نشه يي توکو دغه قاچاق کوونکی د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د چارواکو په وینا د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د درېیمې لوا منسوبینو د کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس د نشه يي توکو یو قاچاق کوونکی د نغلو- ننګرهار پر لار د ۳۸ کیلو چرسو او ۳۶ پاکټه ټابلېټ کا سره یو ځای نیولی دی.
سرچینې ویلي، دغه قاچاق کوونکي هوډ درلود، چې یاده اندازه نشه يي توکو په فرونر موتر کې بلخ ولایت ته ولېږدوي.
جمهورخبري آژانس