په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، که چېرې ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو ډله مهار نه کړای شي، کولی شي د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ شي.
اکرم ټینګار کړی، تر څو چې د پاکستاني طالبانو تحریک او ټولې ترهګرۍ ډلې مهار او خنثی نه شي، د تل لپاره به د افغانستان د ګاونډیانو او کېدای شي نړیوالې ټولنې لپاره په ګواښ بدل شي.
دی وايي، تر هغه چې د پاکستاني طالبانو تحریک مهار نه شي، کولی شي د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په بنسټ بدل شي او افغانستان کې د داعش له منځه تلو وروسته بېرته راښکاره شي او د سیمې او افغانستان لپاره یو ګواښ شي.
اسلام آباد په وار وار د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د فعالیت ادعا کړې خو افغان طالبانو، په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړی دی.
جمهورخبري آژانس