د کندوز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د درې ورځني نندارتون د پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه درې ورځنی کرنیز نندارتون د دې ولایت د کرونده ګرو د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې په پار جوړ شوی دی.
د کندوز د چارواکو په وینا، په روان کال کې د دغه ولایت د کرونده ګرو لپاره په بېلا بېلو برخو کې د اوبو د تامین لپاره د ۳۵ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت پانګونه شوې ده.
جمهورخبري آژانس