۰

متقي له چینايي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا پر تولید د پانګونې غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له پانګوالو په ځانګړې توګه د برېښنا برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
متقي له چینايي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا پر تولید د پانګونې غوښتنه کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له پانګوالو په ځانګړې توګه د برېښنا برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

متقي  د چین د برېښنا تر ټولو لوی شرکت څخه چې د چین د سیچوان ایالت په چنګدو ښار کې موقتیت لري لیدنه کړې او د دغه شرکت له مسوولینو سره یې د افغانستان او چین تر منځ د برېښنايي انرژۍ د پراختیا او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، افغانستان هم د اوبو برېښنا، بادي، لمریز او ذغالو برېښنا د تولید لوی ظرفیت لري او په افغانستان کې د چین په ګډون د بهرنیو پانګوالو او شرکتونو لپاره د پانګونې ښه او وړ چاپېریال رامنځ ته شوی د ی.
 
امیرخان متقي، د یاد شرکت مسوولین یې د برېښنا برخه کې د افغانستان سره د خپلو تجربو شریکولو ته وهڅول ټینګار یې وکړ.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي