د طالبانو د بهرنیو چارو وزارست سیاسي مرستیال په مختلفو نړیوالو غونډو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو غونډو کې د افغانستان د ګډون غوښتنه کړې ده.
شېر محمد عباس ستانکزي دغه غوښتنه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر له مشرې مېرمن روزا آتونبایوا سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي، سره له دې چې په خینو برخو کې به د نظر اختلافونه وي، خو د کډو مسائلو په اړه بحث کول اړین دي تر څو په ګډه یو کار وشي او افغانستان ته باید په نړیوالو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
د ستانکزي په وینا بشردوستانه چارې باید له سیاست څخه بېلې وي او نه باید سیاسي اختلافونه د بشردوستانه مرستو، د نشه يي توکو سره د مبارزې، د ماین پاکولو او نور زمینو خنډ شي.
مېرمن روزا آتونبایوا بیا ویلي، دوی نه یوازې د غذايي امنیت، بلکې د نشه يي توکو سره د مبارزې، د نشه یانو د درملنې او د نشه يي توکو د بدیل کښت د رواجولو او نړیوالو مرستو د جلبولو لپاره هڅې کوي.
جمهورخبري آژانس