۰
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته!

په یوه میاشت کې ووځۍ که نه په زور مو باسو

چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۱
د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې په یوه میاشت کې دغه هېواد پرېږدي او ووځي.
په یوه میاشت کې ووځۍ که نه په زور مو باسو
د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې په یوه میاشت کې دغه هېواد پرېږدي او ووځي.
 
بوګټي ویلي، دا مهال ۴.۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي، چې له هغې ډلې یې ۱.۷ میلیونه قانوني اسناد نه لري.
 
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ګواښ کړی، چې د نه وتلو په ضورت کې به افغان کډوال په زور له پاکستان څخه و ایستل شي.

هغه ادعا کړې، چې دوی د افغانستان له داخل څخه تر بریدونو لاندې دي او افغان کډوال په دغه بریدونو کې لاس لري.

نوموړي«موږ شواهد لرو، چې روان کال له شویو ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ هغو کې افغان کډوالو لاس درلود.»
 
دا په داسې حال کې ده، چې اسلام آباد کې د طالبانو سفارت هم ویلي، پاکستان د افغان کډوالو په نیولو لاس پورې کړی او  په تېرو دوه اونیو کې زر تنه افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او څلور تنه نور کډوال په مرموز ډول په دغه هېواد کې وژل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي