د طالبانو د مرکزي بانک د شمالي زون آمر بازار ته د ۱، ۲ او ۵ افغانیو بانک لوټونه د وتلو خبر ورکړی دی.
ضیاالرحمن مدني ویلي، د ۱، ۲ او ۵ بانک لوټونه د پخوا په شان د چلښت وړ دي او ښاریان کولی شي په نورمال ډول په راکړه ورکړه کې ترې کار واخلي.
دی وايي، مخکني دولت د خپلو شخصي ګټو به خاطر دغه لوټونه له چلښت څخه ایستلي و او اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دمګرۍ د مرکزي بانک په زېرمه کې د دغه ټول لوټونو څخه کابو یو میلیون افغانۍ وجود لري چې بازار ته یې د ایستلو لړۍ نن پيل شوه.