۰

طالبان و پاکستان ته! له افغان کډوالو سره مو چلند د منلو نه دی

چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۴
د افغان طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او دا یې د نه منلو وړ بللې دي.
طالبان و پاکستان ته! له افغان کډوالو سره مو چلند د منلو نه دی
د افغان طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او دا یې د نه منلو وړ بللې دي.

مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوکټي هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ویلي یې دي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنیوکې لاس لري.
 
مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي: افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري.
 
نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستانیانو چلند د نه منلو وړ وباله او له پاکستان نه یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو په اړه پر خپل برنامه له سره کتنه وکړي.
 
د هغه په وینا تر هغې چې افغان کډوال په خپله خوښه او سوله ییزه توګه له پاکستان نه وي راوتلي، تر هغې باید پاکستان زغم وکړي.
 
د ویلو ده، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی، چې په راتلونکو ۲۶ ورځو کې د ۱.۷ میلیونه افغان کډوال له پاکستان څخه ووځي.

هغه دا ګواښ هم کړی، چې که دغه کډوال په خپله خوښه ونوځي، نو دوی به یې په زور له خپلې خاورې وباسي.

 بوکټي ادعا کړې، دوی داسې شواهد لري، چې روان کال په پاکستان کې له ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه په ۱۴ هغو کې د افغان کډوالو لاس وو.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي