۰
سراج الدین حقاني:

له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو ټول خفه کړي یو

دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني یو ځل بیا ویلي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستل د قانون خلاف عمل او ټول یې خفه کړي دي.
له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو ټول خفه کړي یو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني یو ځل بیا ویلي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستل د قانون خلاف عمل او ټول یې خفه کړي دي.

حقاني دغه څرګندونې نن دوشنبه د لیندۍ ۶ مه غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې کړې او د پاکستان دغه اقدام یې په کلکه غندلی دی.

دی وايي، که څه هم د پاکستان خلکو او علماوو په تېرو دوه انقلابونو کې د افغانانو سره ښه چلند درلود، خو د افغان کډوالو په زور ایستل ټول خفه کړي دي، چې دغه عمل نه یوازې هېڅ قانوني توجه نه لري، بلکې یو ناانډوله پلان دی، چې له کورني او بېروني محکومیت سره مخ شوی دی.
 
نوموړي له سوداګرو او عامو خلکو وغوښتل، چې د افغان کډوالو سره مرستې وکړي او هغوی ته د سرپناه برابرولو او پر هغوی د اړینو توکو پلورلو برخه کې مراعت وکړي.
 
حقاني، په ورورولۍ، زغم او ښو اړیکو ټینګار وکړ او له چارواکو یې وغوښتل، چې د قدرت تر اغېز لاندې رانه شي، بلکې له خلکو سره ښه او نېک چلند وکړي.
 
بل خوا حقاني دا هم ویلي، چې له بل هر وخت اوس د هېواد د آبادۍ او بیارغونې کارونه په شدت سره دوام لري، جګړیز چاپېریال په امن فضا بدله شوې او د ګډوډیو او خپلسریو پر ځای یو وارث نظام منځ ته راغلی دی.

نوموړي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او بیارغونه کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي