۰

د فوټبال پخوانیو لوبغاړو یوسف کارګر په درغلی تورن کړ

چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۱
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د ملي ټیم د سیالیو په لغوه کولو کې لاس درلود.
د فوټبال پخوانیو لوبغاړو یوسف کارګر په درغلی تورن کړ
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د ملي ټیم د سیالیو په لغوه کولو کې لاس درلود.

دغې ورځپاڼې د ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو سره تر مرکو وروسته لیکلي چې د ۲۰۰۸ کال د مالیزیا په سیالیو کې ښاغلي کارګر لوبغاړو ته امر وکړ چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې دوه لوبې د خپلې خوښې پایلې ته بدلې کړي.

پخوانی کپتان جلال الدین شریعتیار او ګول کیپر ایمل جیرووال د هغو کسانو له جملې څخه دي چې ښاغلی کارګر یې د هر لوبغاړي د امرونو د عملي کولو لپاره د ۲۵۰۰ ډالرو په ورکولو تورن کړی دی.

په همدې حال کې یوسف کارګر دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه لوبغاړي چې له افغانستانه بهر دي موخه یې د ده له منځه وړل دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د هېواد د فوټبال فدراسیون په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر لوبغاړو له خوا په مالي فساد تورن شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي