۰

پاکستان د طالبانو سفیر احضار کړ، حافظ ګل بهادر مونږ ته تسلیم کړی

چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۷
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سفیر احضار کړی او له هغه یې غوښتي چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان د څانګې مشر حافظ ګل بهادر اسلام اباد ته وسپاري.
پاکستان د طالبانو سفیر احضار کړ، حافظ ګل بهادر مونږ ته تسلیم کړی
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سفیر احضار کړی او له هغه یې غوښتي چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان د څانګې مشر حافظ ګل بهادر اسلام اباد ته وسپاري.

دغې ورځپاڼې د لیندۍ په ۷ مه زیاته کړې، چې په بنو ښار کې دوې ورځې وړاندې د برید په اعتراض کې د طالبانو سفیر احضار شوی او د حافظ ګل بهادر د ورسپارلو په ګډون څلور غوښتنې ورته استول شوې دي.

د راپور پر اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په اړه د افغان طالبانو د بشپړې څېړنې او د هغې د عاملینو پر وړاندې د جدی اقدام غوښتنه کړې ده.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سفیر ته د دغه هېواد پر خلاف د افغانستان د خاورې د پرله پسې استعمال په اړه خپله جدی اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د مخنیوی غوښتنه کړې ده.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د پټنځایونو پر ضد د طالبانو د تایید وړ اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ښار په "بکاخیل" سیمه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر کاروان موټرسایکل سپاره بریدګر په نښه کړ، چې له امله یې دوه ملکي وګړي ووژل شول. او لس تنه ملکي وګړي او درې تنه عسکر ټپيان شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې برید کوونکی افغان تبعه و او د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یې تړاو درلود.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي