۰

د ستانکزي ادعا، اسلامي امارت په رسمیت پېژندل شوی دی

چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ادعا کړې، چې د ده په اند اسلامي امارت په رسمیت پېژندل شوی دی.
د ستانکزي ادعا، اسلامي امارت په رسمیت پېژندل شوی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ادعا کړې، چې د ده په اند اسلامي امارت په رسمیت پېژندل شوی دی.
 
نوموړي پرون د لیندۍ ۷ مه له ملي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي« زما په نظر اسلامي امارت په رسمیت پېژندل شوی دی، ځکه ټولې نړۍ، چې مخکې زموږ سره دیپلوماتیکې اړیکې درلودې اوس هم ورسره اړیکو لرو.»
 
دی وايي، په اوس مهال کې د چین او روسیې په ګډون د ګاونډیو او د منځنۍ آسیا کابو ۲۰ هېوادونو په افغانستان کې سفارتونه پرانستي او فعالیت لري.
 
د ستانکزي په وینا هغه هېوادونه چې لا یې هم کابل کې سفارتونه نه دي پرانستي، خو د افغانستان لپاره سفارتونه، سفیران او شاژدافیران لري، خو په قطر یا هم نورو هېوادونو کې مېشت دي.

ستانکزي زیاته کړې، چې دوی له هغوی سره اړیکي لري او ورسره تماس کې دي، ښايي چې  نېږدې راتلونکې کې هغوی ته هم دا زمینه برابره شي، چې افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.
 
دغه راز ساتنکزي ویلي، نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی او ډېر ژر به بېرته پرانستل شي.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي